امنیت

په روزګان کې دطالبانو د ځانګړو ځواکونو د قوماندان وژل کيدل

کابل باختر د چنګاښ لسمه :
په روزګان ولايت کې دطالبانو  دځانګړو ځواکونو قوماندان په يو هوايي بريد کې ووژل شو .
  په مولوي عبدالله  نن  دروزګان ولايت  دخاص روزګان په ولسوالۍ کې  دده په پټنځي کې بريد وشو .   د روزګان ولايت يوامنيتي مقام باختراژانس ته وويل  چې په دې هوايي بريد کې دطالبانو دځانګړو ځواکونو قوماندان مولوي عبدالله  له خپل مرستيال سره  وژل شوى دى .
  ويل کيږي چې په دې بريد کې دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته