کابل باختر د چنګاښ لسمه :
په روزګان ولايت کې دطالبانو دځانګړو ځواکونو قوماندان په يو هوايي بريد کې ووژل شو .
په مولوي عبدالله نن دروزګان ولايت دخاص روزګان په ولسوالۍ کې دده په پټنځي کې بريد وشو . د روزګان ولايت يوامنيتي مقام باختراژانس ته وويل چې په دې هوايي بريد کې دطالبانو دځانګړو ځواکونو قوماندان مولوي عبدالله له خپل مرستيال سره وژل شوى دى .
ويل کيږي چې په دې بريد کې دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
0 د یوې دقیقې څخه لږ