په روزګان کې درې ملکیان ټپيان شول
کابل/ د غبرګولي ۹ مه/ باختر
د روزګان په مرکز ترینکوټ او د روزګان – قندهار پر لویه لاره په بېلابېلو پېښو کې درې ملکیان ټپیان شول.
د روزګان د والي ویاند احمد شاه ساحل وايي چې نن سهار اته نیمې بجې د روزګان – قندهار پر لویه لاره د ملکیانو پر موټر د ماین په چاودنه کې دوه ملکیان ټپيان شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې په ورته وخت کې د ترینکوټ د مرکز اړوند یک لینګي سیمه کې هم د طالبانو په ډزو کې یو ملکي ټپي شوی دی. پای/وصال