کابل باختر دزمري يوولسمه :
درې تنه ځانمرګي يرغلګر په روزګان ولايت کې دپوځيانو په ډزو کې ووژل شول .
په دغو يرغلګرو نن له غرمې مخکې کله يې چې غوښتل په دهراود ولسوالۍ کې دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړي ددغو پوځيانو له خوا ډزې وشوې .
په روزګان ولايت کې دسيمه ئيزو پوليسو يو قوماندان باختراژانس ته وويل: درې تنه ځانمرګي يرغلګر په دهراودولسوالۍ کې ددوى له خوا دپوځيانوپه کاروان دبريد په وخت کې ددغو پوځيانو د ډزو له امله ووژل شول .
ده وويل: پوځيان ديولړ عملياتودترسره کولو لپاره روان و چې په لاره کې يې له دغو ځانمرګو يرغلګرو سره نښته وکړه .
ويل کيږي چې په دې پيښه کې پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې دوسله والو طالبانو دډلې دجنګي وسايلو دوه ډيپوګانې دروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ ښار او دچارچينو په ولسوالۍ کې کشف شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل