امنیت

په روزګان کې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول

ترينکوټ باخترد چنګاښ د مياشتې ۱۴ مه
د روزګان ولايت امنيتي مسوولين وايي چې د افغان امنيتي ځواکونو په هوايي بريدونوکې اووه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د روزګان ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت آمر سمونیار عبدالقوي عمري باختر اژانس ته وویل چې تېره ورځ د دغه ولايت د دره افشان په ناوې سیمه کې افغان هوايي الوتکو د وسله والو پر مرکزونو هوایي بریدونه وکړل چې له امله يې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته