نړۍ

په روان کال کې په سعودي عربستان کې داعدام شويو کسانو شمير لوړ شو

رياض ډي ډان   باختر دمرغومي دمياشتې  ٥ :
د سعودي عربستان حکومت پرون يو بل پاکستاني  د هيروئينو دقاچاقو په جرم  اعدام کړ.دروان کال  دمني له نيمايي څخه تراوسه پورې  دا دوولسم  پاکستاني دى  چې  دنشه يي توکو دقاچاقو په جرم په سعودي عربستان کې  اعداميږي.
سعودي عربستان   په نړۍ کې  داعدام  ډير لوړ شمير لري   اوپه روان کال کې يې ددغه هېواد داتباعو  او دبهرنيانو په ګډون   ټولټال  ٨٥ تنه اعدام کړي دي چې ديوشمير دغو کسانو اعدام دتورې په واسطه  او له بدن څخه يې  دسرونو په جلا کولو سره   ترسره شوي دي .
جنسي تيرى  ، وژنه ، ارتداد  او شوکماري په سعودي  عربستان کې د مرګ  سزا لـــري .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته