امنیت

په روان کال کې په بدخشان کې څه دپاسه ٣٠٠٠ کيلوګرامه نشه يي توکي کشف شوي دي

کابل باختر دمرغومي پنځلسمه :
دبدخشان ولايت دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې موظفينو په روان کال کې څه دپاسه ٣٠٠٠کيلوګرامه نشه يي توکي کشف او ضبط کړي دي .
دبدخشان ولايت دنشه يي توکو پرخلاف  دمبارزې مدير مصدق الله مظفري  دباختراژانس له خبريال سره په مرکه کې وويل په روان کال کې په بدخشان ولايت کې ددغه ولايت دامنيې قوماندانۍ  دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې  دمنسوبينو له خوا څه دپاسه ٣٠٠٠کيلوګرامه نشه يي توکي کشف اوضبط شوي دي او ددغې پيښې په تور ديرش تنه نيول شوي  او څارنوالۍ ته ورپيژندل شوي دي .
مظفري  زياته کړه چې په ١٣٩٣ کال کې دبدخشان ولايت په بيلابيلو ولسوالۍ کې دهيروئينو دپروسس اته کارخانې  ددغې ادارې دمنسوبينو له خوا  ويجاړې شوې دي او له دغو کارخانو  څخه داپينو ٢٩٠٠ کيلوګرامه محلول  ترلاسه شوي دي .
ده دغه راز څرګنده کړه چې په روان کال کې په جلا جلا قضيو کې څلور اعشاريه ٤٥کيلوګرامه هيروئين ، ٧٣٠ کيلوګرامه اپين ، ٢٩ کيلوګرامه چرس ١٨٥بوتله الکولي مشروبات او درې کيلوګرامه کيمياوي  توکي يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل  اومهمات او دوه موټرسايکلونه دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې پوليسو دمنسوبينو له خوا کشف اوضبط شوي دي .
مظفري زياته کړه چې تراوسه پورې دبدخشان ولايت په يوولس ولسواليو کې په ١٥ زره اته سوه څلور اويا  جريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار اړول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته