کابل، د لړم لومړۍ نېټه، باختر
د روان ۱۴۰۳ مالي کال په بهیر کې د کورنیو تولیداتو او کرنیزو محصولاتو د ملاتړ په موخه، د هېواد په دننه او بهر کې لسکونه نندارتونونه جوړ شوي دي.
باختر آژانس ته د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دغو ملي او نړیوالو نندارتونونو کې، کابل کې د افغان – قزاق سوداګریز فورم، د کرنیزو محصولاتو ۳۰م پسرلنی نندارتون، د افغانستان – ازبیکستان سوداګریز فورم، د امام ابو حنیفه (رح) درېیم ملي او نړیوال نندارتون، د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو ۳۱م خزاني نندارتون، په آلماتا ښار کې د افغان – قزاق سوداګریز فورم، د پکتیا – افغان تولیداتو نندارتون، د میدان ورګ – افغان تولیداتو نندارتون، بامیان – د گنجینه افغان نندارتون، پروان – د کورنیو تولیداتو نندارتون، هرات – عالیست افغانیست نندارتون، کابل – د افغانستان اقتصادي پرمختګ نندارتون، ننګرهار – د کورنیو تولیداتو نندارتون، بلخ – د مولانا جلال الدین محمد بلخي د لاسي صنایعو نندارتون، خوست – ګنجینه نندارتون او داسې نور نندارتونونه شامل دي.
ویل شوي چې یاد نندارتونونه په قزاقستان، ازبیکستان، پلازمېنې کابل ښار او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې جوړ شوي چې صنعتي تولیدات، کرنیز محصولات، غالۍ، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې لاسي صنایع او نور توکي پکې نندارې ته وړاندې شوي دي.
هېره دې نه وي چې په یادو نندارتونونو کې د افغان او بهرنیو سوداګرو ترمنځ د میلیونو ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه هم لاسلیک شوي دي.