سیاستخبرونهاقتصادTOPټولنه

په روان مالي کال کې د مالیه ورکوونکو ۶۰۰ شکایتونو ته رسېدنه شوې ده

کابل، د سلواغې ۴مه، باختر

مالیې وزارت وايي چې په روان مالي کال کې د مالیه ورکوونکو ۶۰۰ شکایتونو ته رسېدنه شوې ده.

باختر آژانس ته د مالیې وزارت په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په روان مالي کال کې ۸۰۰ مالیه ورکوونکو خپل شکایتونه د مالیه ورکوونکو د شکایتونو اورېدلو ریاست ته سپارلي، چې له دې جملې ۶۰۰ شکایتونو ته رسېدنه شوې او نور یې تر څېړنې لاندې دي.

د مالیه ورکوونکو د شکایتونو د اورېدلو ریاست د مالیه ورکوونکو د حقونو د خوندیتوب او د هغوی شکایتونو ته د رسېدنې په موخه د ګمرکونو او عوایدو معینیت په چوکاټ کې رامنځته شوی او که کوم مالیه ورکوونکی د خپلې مالیې له تثبیت خوښ نه وي؛ کولای شي خپل شکایتونه له دغه ریاست سره شریک کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته