خبرونهټولنهTOPروغتیا

په روان زېږدیز کال کې د پولیو واکسین دویم ملي کمپاین پیل شو

کابل، د غبرګولي ۱۴مه، باختر 

د عامې روغتیا وزارت نن د هېواد په کچه په روان زېږدیز کال کې د پولیو واکسین دویم ملي کمپاین د پیل کېدو خبر ورکړی دی. 

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یاد کمپاین يې د نړیوالو ادارو په ملاتړ پیل کړی او ټاکل شوې، چې د هېواد پر کچه به د دغه کمپاین په ترڅ کې شاوخوا ۱۱.۲ میلیونه له پنځو کلونو د کم عمر لرونکي ماشومان واکسین شي. 

په خبرپاڼه کې د عامې روغتیا وزارت د سرپرست مولوي نورجلال جلالي له قوله ویل شوي، چې د عامې روغتیا وزارت له خپلو نړیوالو شریکانو سره په ګډه ژمن دی، څو په ټول افغانستان کې د پولیو وحشي ویروس مخنیوی وکړي.

هغه زیاته کړې:« هڅه کوو، چې د پولیو واکسین د کمپاینونو ترڅنګ نورو بشپړوونکو روغتیايي خدمتونو ته هم دوام ورکړو څو په ټول هېواد کې د پولیو ناروغۍ د ختمولو موخې ته ورسېږو.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست همدارنګه له دیني عالمانو، قومي مخور، والدینو او د ټولنې نورو بانفوذه وګړو څخه غوښتنه کړې، چې د وکسیناتورانو ملاتړ وکړي. 

د یاونې وړ ده، چې پولیو یوه ویروسي ناروغي ده، چې د ماشومانو د دایمي ګوزڼ او یا هم مرګ سبب کېدای شي،  هېڅ درملنه نه لري او مخنیوی یې یواځي په پولیو واکسین سره شونی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته