خبرونهنړۍ

په رسمي ډول د هسپانیا له لوري د فلسطین د رسمیت پېژندنې اعلان وشو

نړۍ، د غبرګولي ۸ مه، بهرنۍ رسنۍ

د هسپانیا لومړي وزیر پدرو سانچز نن سه شنبې د خپل هېواد له لوري د فلسطین دولت د رسمیت پېژندنې اعلان وکړ او په دې سره هسپانیا ۱۴۴هېواد شو، چې فلسطیني خپلواک دولت په رسمیت پېژني.

سانچز دا یو تاریخي ګام، اړتیا او سیمه کې د سولې د ټینګښت لپاره مهم بللی.

نوموړي د فلسطیني دولت په دوام او د غزې او لوېدیځې غاړې ترمنځ د یو ارتباطي دهلیز په رامنځته کولو ټینګار او ختیځ بیا المقدس یې د فلسطین د پلازمېینې په توګه یاد کړی دی.

د هسپانیا لومړي وزیر غزې ته د بشري مرستو رسول، د اسیرانو ازادول، د دایمي اوربند ټینګښت، د جګړې سمدستي پای ته رسول، سیمه کې د سولې د ټینګښت لپاره نړیوال کنفرانس رابلل او نور اصلاحات اړین بللي دي.

د اسرایلو د بهرنیو چارو وزیر بیا د هسپانیا دغه ګام د یهودانو له نسل وژنې څخه ملاتړ بللی دی.

د فلسطیني جهادي ډلو په ګډون ګڼو هېوادونو د هسپانیا له دغه اقدام څخه هرکلی کړی.

د هسپانیا له لوري د فلسطین د رسمیت پېژندنې د اعلان خبر د مې په ۲۲ مه ورکول شوی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته