ټولنه

په دې ورځو کې سعودي عربستان دنړۍ دمليونونو تنو مسلمانانو درا ټوليدو شاهد دى .

کابل – باختر دتلې دمياشتې ٥
په دې ورځو کې سعودي عربستان دغه اسلامي هيواد داسلامي نړۍ دمليونونو تنو مسلمانانو دراټوليدو ډګر دى .
له مکې مکرمې څخه دباختر آژانس استول شوي خبريال د خبرله مخې :
  له ټولو اسلامي هيوادونو څخه په مليونونو تنه مسلمانان دبيت الله شريف دحج ددغې اسلامي فريضي او داسلام دمقدس دين د پنځم رکن د اداکولو په مقصد سعودي عربستان ته رسيدلي دي او په ځانګړې مينې او محبت سره دحج دمناسکو  په اداکولو بوخت دي  او په مليونونو تنه نور به په راتلونکو ورځو کې راورسيږي.
دباختر آژانس خبريال په مکه مکرمه کې دحج او اوقافو وزارت دمسولينو له خولې خبر راکړ ، چې ټاکل شوې ده په  روان کال کې څلرويشت زره تنه افغانان دبيت الله شريف دحج د ادا کولو په مراسمو کې ګډون وکړي چې زياتره يې مکې مکرمې او مدينې منورې ته رسيدلې دي او نوربه يې په څوراتلونکو ورځو کې دټاکلي پروګرام  له مخې وليږدول شي.
دباختر آژانس خبريال دافغاني حاجيانو داستوګنې  ، ترانسپورت ، عملي درسونو او نورو اړتياو په باب له يو شمير حاجيانو له دې جملې څخه له حاجي همايون ، حاجي غلام سخى، حاجى محمد رحمان  ترخيل او حاجي محمد قاسم سره مرکې کړي دي چې  دغو ټولوحاجيانو دمسوولينو له خوا د برابرو شويو آسانتياو له امله خوښي څرګنده کړې ده .
افغاني حاجيانو څرګنده کړه چې  سږکال  په مدينه منوره  او په مکه مکرمه کې داړوندو مسوولينو له خوا آسانيتاوې او امکانات د تيرو کلونودآسانيتاو  او امکاناتو سره د پرتلې وړ نه دي ، ځکه په بيلابيلو برخو کې دپاملرنې وړ ښه والي رامنځته شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته