Uncategorized

په دوو مياشتوکې په بلخ کې ١٣٥طالبان وژل شوي دي

٣٩- کابل / د ليندۍ ٤مه /باختر
په بلخ کې په تېرو دوومياشتو کې ١٣٥وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د بلخ امنيه قوماندان سيد معراج الدين سادات نن په يوه خبري غونډه کې وويل په تېرو دوو مياشتو کې په بلخ کې ١٣٥وسله وال طالبان وژل شوي او ٦٢ نور ټپيان شوي دي.
هغه زياته کړه چې په دې موده کې ٦٠ کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي اوولس ميله ډول ډول وسلې ترلاسه شوي او ١٧ ماينونه کشف اوشنډ کړى شوي دي.
د بلخ امنيه قوماندان دغه راز وويل چې په دې موده کې په لسګونو کسان په بلخ کې د جنايي جرمونوپه تورنيول شوي چې له هغوى څخه دوه شپيته ميله ډول ډول وسلې ترلاسه شوي دي.
ختم- ج- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته