کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٥
دوه تنه وسله وال طالبان نن سهار په غور ولايت کې ووژل شول او يو شمېر نور يې ټپيان شول.
د غور ولايت امنيه قوماندان جنرال محسني دباختر آژانس خبريال ته وويل: وسله وال طالبانو د شاجوى په سيمه کې په دوه لينه ولسوالۍ بريد وکړ چې له امنيتي ځواکونو سره د جګړې له امله دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يو شمېر نوريې ټپيان شول.
خبرځاى وويل: د ولايت له مرکز څخه دکومکي ځواکونه په رسيدو سره د طالبانو بريد په شاوتمبول شو، خو خورې ورې جګړې دوام لري.
ويل کيږي؛ تر اوسه پورې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .
2 د یوې دقیقې څخه لږ