کابل/باختر / د چنګاش ۱۸ مه
د یوشمېر مطرحو افغان سیاستوالو او مدني فعالانو ترمنځ په دوحه کې دوه ورځې وړاندې پیل شوې غونډه بېګا ناوخته د یو پرېکړه لیک په تصویبولو سره پای ته ورسېده.
د باختر آژانس د خبر له مخې: د غونډې ګډونوالو بېګا تر نیمې شپې پورې د وروستۍ اعلامیې پر متن کار کاوه او له ټولو اختلافاتو سره سره د اعلامیې پر متن توافق ته ورسېدل. دا اعلامیه یوولس مادې لري او په دغو مادو کې ټول هغه مهم مسایل راغبرګ شوي دي چې د سولې د خبرو د پرمخ بیولو لپاره برخلیک ټاکونکې ارزښت لري.
په پرېکړه لیک کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار شوی دی. دغه راز په پرېکړه لیک کې دا ټکی ښه په زغرده راغبرګ شوی چې د جګړې اوږدېدل د افغانانو په زیان دي او له دې امله ټول ښکیل لوري باید جګړې ته د پای ورکولو لپاره کار وکړي. همدارنګه له ښکیلو خواوو غوښتل شوي چې د ګواښونو، انتقامي تهدیدونو او جګړه ییزو ادبیاتو پر ځای په خپلو رسمي بیانونو کې له نرمې ژبې کار واخلي او د جګړې او بدبینۍ پر اور دې تېل نه پاشي. دغه راز په پرېکړه لیک کې د باور او اعتماد فضا د رامنځ ته کولو لپاره د سپین ږیرو، معیوبو او ناروغو بندیانو پر خوشي کولو ټینګار شوی دی.
د افغان سولې لپاره د امریکې متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد د دې غونډې له پای ته رسېدو وروسته په خپل ټویټر کې د تصویب شوي پرېکړه لیک هرکلی کړی دی او لیکلي یې دي: «اوس نیمه شپه ده او د سولې بین الافغاني کنفرانس په مثبته فضا کې پای ته ورسېد. زه ټولو ګډونوالو، د افغانی ټولنې د ټولو نسلونو استازیو، لوړپوړیو حکومتي چارواکیو او طالبانو ته د ګډ تفاهم موندلو مبارکی وایم. زه له قطر او آلمان څخه د دغه کنفرانس د تنطیمولو مننه کوم.»
زلمي خلیلزاد زیاته کړې ده چې دوی به له طالبانو سره د اووم پړاو خبرې له سره پیل کړي. دا خبرې د افغانانو تر منځ د جوړې شوې غونډې له امله ځنډول شوې وې.
اجراییه رییس ډاکټر عبدالله ویلي دي چې هیله من دی دغه خبرې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخو خبرو لپاره لاره پرانیزي.
د یادونې وړده چې د دوحې په دې وروستۍ غونډه کې د حکومت یو شمېر لوړپوړیو چارواکیو هم ګډون لاره. لکه د اداري اصلاحاتو او ملکی خدمتونو د خپلواک کمېسیون رییس نادر نادري او د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس عبدالمتین بېک، خو دوی په غونډه کې د حکومت استازي نه کوله.
د دوحې وروستۍ غونډه د قطر او آلمان په نوښت او ملاتړ جوړه شوې وه.
پای/ ن. ش
0 2 دقیقې لوستل