په دهنه غوري ولسوالۍ کې د څښاک اوبو د کمښت ستونزه لرې شوه
کابل / د چنګاښ ۱۱مه / باختر
د اوبو رسولو د يوې شبکې په جوړېدو سره د څښاک اوبو له پلوه د بغلان د دهنه غوري ولسوالۍ د څه دپاسه ٧٠٠ کورنيو ستونزه لرې شوه.
د بغلان د کليو د بيارغاونې او پراختيا رياست د خبري برخې مسوول نصير طاهري وويل چې د اوبو رسولو دغه شبکه د کليو د بيارغاونې او پراختيا رياست د کليوالي روغتيا ساتنې او اوبو رسولو ملي پروګرام په اډانه کې د دهنه غوري ولسوالۍ په مربوطاتو کې جوړه شوې ده.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ دغه شبکه د ۴،۸ میليونو افغانيو په لګښټ جوړه شوې ده چې په جوړېدو سره یې د ٧٠٠ کورنيو ستونزه لرې شوه.
طاهري زياته کړه: دغه شبکه د اوبو يوه ژوره څاه، د اوبو يوه زېرمه، د انګر دېوال او٢٠ سولرونه لري.
ختم-ج-ا