Uncategorized

په دشت ارچي کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه دوام لري

٤٠- کابل / د لړم ٢٦مه /باختر
د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ همدا اوس د افغان ځواکونو او د طالبانو په ډلې پورې د تړلو يرغلګرو ترمنځ د سختو جګړو ډګر دى.
په سلګونو وسله والوطالبانو تېره شپه له څو لورو د دشت ارچي پر ولسوالۍ يرغل وکړ او له پوځيانوسره په جګړه بوخت شول.
سيمه ييزو مسوولينو د وسله والوطالبانو له خوا د دشت ارچي ولسوالۍ د نيولو په اړوند خبرونه رد کړل او ويې ويل چې افغان ځواکونه هلې ځلې کوي چې يرغلګر په شاوتمبوي.
له بله پلوه په سلګونو نوي ځواکونه په دشت ارچي کې د مېشتو ځواکونود ملاتړ لپاره سيمې ته رسيدلي دي.
د کندز د والي وياند عصمت الله مرادي د وسله والوطالبانو له خوا د دشت ارچي ولسوالۍ د نيولوخبر رد کړ او ويې ويل چې په دشت ارچي کې د نويو جګړوپه بهيرکې تراوسه پورې اته وسله وال طالبان وژل شوي دي او١٣نور ټپيان شوي دي.
هغه په دغو جګړو کې د ملي اردو د دريو ځواکونو شهادت تاييد کړ او ويې ويل چې په دې جګړو کې درې نور پوځيان ټپيان شوي دي.
د رارسېدلو خبرونوله مخې؛ په سلګونو نوي ځواکونه سيمې ته رسيدلي دي او د وسله والو طالبانو د ځپلو لپاره يې جګړه پيل کړې ده او د هېواد هوايي ځواکونو د وسله والوطالبانو پريوشمېر سنګرونو بريدونه کړي دي.
په ځينو رپوټونوکې ويل شوي دي چې په دشت ارچي کې د افغان ځواکونو څو پوستې کلا بندې شوي دي خو مسوولينو دغه خبر ردوي.
په دشت ارچي ولسوالۍ د وسله والوطالبانو پراخ بريد د دغې ولسوالۍ د خلکو د اندېښنې سبب شوى دى.
د دشت ارچي ولسوالۍ يوشمېر اوسيدونکي په دې بريالي شوي دي چې ځانونه د کندز ښار ته ورسوي او نورخلک په جګړه کې بند پاتې دي.
ختم_ج _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته