په دریو ولایتونو کې د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تور ۲۴ تنه نیول شوي

کابل، د سلواغې ۲۲مه، باختر

کورنیو چارو وزارت ویلي چې امنیتي ځواکونو د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تور ۲۴ تنه نیولي دي.

دغه وزارت زیاته کړې چې د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو ۱۶ کسان په هرات، ۷ کسان په جوزجان او یو تن په بدخشان کې د نشه یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیولي دي.

سرچیني همدارنګه زیاته کړې چې له نیول شویو کسانو څخه ۲۱ کیلو اېف، ۴ کیلو چرس او ډول ډول نور نشه یي توکي هم ترلاسه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته