په درنو کارونو د اخته کوچنيانو سخت ژوند

قندهار باختر د وږي ۲۱ مه
زده کړو ته د کوچنيانو نه لاس رسی او د اړينو خوراکي توکو نه درلودل پخوانۍ خبره ده؛ خو اوس په قندهار کې هره ورځ سلګونه کوچنيان داسې درانه او شاقه کارونه کوي، چې ترسره کول يې د لويانو تر وس هم پورته خبره ده.
په قندهار کې په شاقه او درنو کارونو د اخته کوچنيانو ژوند ورځ په ورځ نوي پړاو ته داخلېږي؛ يو وخت کوچنيانو يوازې په مستريخانو، نجارۍ، فلزکارۍ او ورته نورو دوکانونو کې درانه کارونه کول، خو اوس د شپې ناوخته له کوره را وځي، د ښار ټولې کثافات دانۍ ګوري او ورځ هم د اوسپنو، ټيمانو، کاغذونو او ورته نورو توکو په ټولولو تېروي.
دا ډول کوچنيان خو بيخي د ښوونځي له نوم سره نا اشنا دي؛ هغوی يوازې په دې پوهېږي، چې څنګه او چيرې کثافات وپلټي.
افغانستان ته د نړیوالې ټولنې له میلیاردونو ډالرو له ورکړې سره سره، لا هم د هغو کوچنيانو په ژوند کې هيڅ بدلون نه دی راغلی، کوم چې په درنو کارونو بوخت دي.
د هېواد کابو ۲۷ سلنه نفوس کوچنیان جوړوي؛ هغه کوچنيان چې سبا به د هېواد چارې پر غاړه اخلي او د پرمختګ سبب به ګرځي؛ خو نن له ۱۴،۵میلیونو کوچنيانو څخه کابو ۲،۲میلیونه یې کار کوي، چې له ډلې یې ۱،۲ ميليونه کوچنيان په درنو او شاقه کارونو اخته دي.
څو تنو کوچنیانو په قندهار کې د باختر اژانس له سیمه ېيز خبریال سره په خبرو کې ویلي چې، روانو جنګ جګړو یې پلرونه او د کورنۍ مشران ترې اخيستي دي.
د ښوراندام سيمه؛ هغه ځای چې د ښار ټول کثافات، تر وخت تېر درمل، بې کيفيته خوراکي توکي او ورته نور مواد د سوځولو لپاره  هلته وروړل کېږي.
له دې موادو څخه ځينې یې په سوځولو کې هم له منځه نه وړل کېږي، چې وروسته د شاوخوا سيمې او ښار ځينې غريب کوچنيان د دې کثافاتو د پلټلو لپاره دغه سیمې ته ځان رسوي.
په قندهار کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د کوچنيانو د برخې مسوول شمس الدين تنوير وايي چې، دوی د کوچنيانو د حقوق ځانګړې کمېټه لري او وخت ناوخته په دې کمېټه کي د کوچنيانو د خراب وضعيت په اړه بېلا بېل بحثونه کېږي.
هغه په قندهار کې د يو شمېر کوچنيانو وضعيت ډېر د اندېښنې وړ بولي او زیاتوي چې، تر ټولو د هغه کوچنيانو ژوند د اندېښنې وړ دی، کوم چې په مستريخانو کې شاګردان دي او يا په هوټلونو کې کار کوي.
تنوير په خپلو خبرو کې يادونه کوي، چې دلته ځينې کورنۍ له خپلو کوچنيانو پيسې غواړي او کوچنيان اړ دي، چې په هر ډول وي، خپلې کورنۍ ته پيسې وګټي.
له زده کړو بې برخې والی، روغتيا ته نه لاس رسی او د اړينو خوراکي توکو نه درلودل، نورې ستونزي دي، چې يو شمېر کوچنيان ورسره مخامخ دي.
هغه زياتوي، چې که دولت د کوچنيانو د ژوند د ښه کولو لپاره کار ونه کړی، نو ممکن په لنډه وخت کې یې بدې اغېزې څرګندې شي چې دا به د کوچنيانو د راتلوونکي لپاره هم سخت خطر وي.
په تېرو کلونو کې هم د يو شمېر کوچنيانو سره د ناوړه چلند، جنسي تېري، ځورونې او ورته نورو موضوغاتو ډېرې قضيې ثبت شوي دي، تنوير زياتوي، چې اوس مهال هم دوی ته د کوچنيانو ځينې قضيې راوړل کېږي، چې دا ډېره د اندېښنې خبره ده.
تنوير د خپلو خبرو په دوام وويل، چې د کوچنيانو د وضعيت د ښه کولو لپاره یې د اړوند برخو له مسوولينو سره څو ځلې بحث کړی، خو په دې برخه کې د پام وړ مثبت بدلون نه دی راغلی.
د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د کوچنيانو د برخې مسوول شمس الدين تنوير زياته کړه، چې په افغانستان کې روانه جنګ جګړې د کوچنيانو ژوند سخت ټکنی کړی او له ګڼو ستونزه سره یې مخامخ کړي دي.
د موټرونو جوړولو یو استاد چې لس شاګردان لري وايي چې، ځينو شاګردانو یې يو څو صنفه مکتب ويلی دی، خو بيرته یې ځکه پريښي، چې غواړي د موټر جوړولو کسب زده کړي.
دوی که څه هم ټول کار یې د موټر د درنو اوسپنو سره وي، خو زياتوي، چې په کوچنيانو درانه کارونه نه کوي، داسې وسايل لري، چې له مخې یې کوچنيان نه اړ کېږي، څو د موټر درنې پرزې له يوه ځایه بل ځای ته ولېږدوي.
افغانستان د نړۍ له هغه هيوادونو څخه دی، چې له کلونو راهيسې په کې جګړه دوام لري،دغې چارې نه يوازي، چې په هيواد کې نورې برخې هم اغېزمنې کړي، بلکې د کوچنيانو پر ژوند یې هم سخت منفي اغېز کړی چې له امله یې  مېلیونونه کوچنیان له زده کړو بې برخې او د شاقه کارونو ترسره کولو ته اړ شوي دي.وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته