په درقد ولسوالۍ کې د طالبانو بريدونه په شا وتمبول شول
کابل / د غبرګولي١۲ مه / باختر
وسله والو طالبانو د تخار په درقد ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې د افغان ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.
د تخار پوليسو وياند باختر آژانس ته وويل چې د دغه ولايت د درقد ولسوالۍ په جيده قشلاق کلي کې پر امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو بريدونه په شا وتمبول شول.
خبرځاى زياته کړه چې په دې پېښه کې په درقد ولسوالۍ کې د طالبانو مشهور قوماندان ملا عبدالله ووژل شو او ۴ نور طالبان ټپيان شول.
ختم-ج -ا