امنیت

په درقدکې وسله والو مخالفينو ته دسر دروند زيان

کابل باختر د کب دمياشتې  ١٥ :
دتخارولايت په درقد ولسوالۍ کې  په تيرو دريو ورځو کې  طالبان دافغان امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شوي دي.
د تخار ولايت د والي مرستيال محمدفريد ذکي چې امنيتي ځواکونو  ته دروحيې  د ورکولو په موخه يې  هلته سفرکړى دى  دباخترآژانس خبريال ته وويل  ؛ په دغو عملياتو کې افغان دفاعي او امنيتي ځواکونه په دې بريالي شوي دي چې  دهېواد او خلکودښمنانو  ته غاښ ماتونکى ځواب ورکړي او ښې لاسته  راوړنې ولري.
دغه راز د تخارولايت امنيه قوماندان فقيرمحمد جوزجاني  او د تخار دملي امنيت رئيس جنرال ګلستان صديق وايي ؛ امنيتي ځواکونوپه  ګډې  همغږۍ سره وکولاى شول  په ينګي قلعه ، خواجه بهاوالدين  او درقدر ولسواليو کې څه دپاسه ديرش کلي  دطالبانو له شتون څخه پاک کړي  او مخالفينو ته دسر دروند زيان واړوي  .
دغه مسوولين زياتوي  چې دامنيتي ځواکونو په دغو ګډو عملياتو کې   څه دپاسه اته تنه وسله وال مخالفين وژل شوي   او اوولس تنه نور يې ټپيان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته