کابلباختردوږي دمياشتې٤ نيټه :
څه ناڅه ۸۰۰ کورنۍ چې د وروستيو جګړو له امله د جوزجان ولايت له درزآب ولسوالۍ څخه بېځايه شوې وې، بېرته خپلو کورونو ته ستنې شوې دي.
د جوزجان ولايت د درزآب ولسوالۍ امنيه قوماندان لعل محمد باختر آژانس ته وويل: دغه کورنۍ نه اوبه لري، نه ډوډۍ او نه هم د استوګنې لپاره ځاى.
هغه کسان چې بېرته خپلو کورونو ته راستانه شوې دي، وايي چې خپل ټول شته يې له پوځيانو سره په داعشيانو په جګړوکې له لاسه ورکړي دي او سملاسي مرستو ته اړتيا لري.
دوى وايي: د څښاک د اوبو نشتوالى د ماشومانو ترمنځ د ناورغيو د خپريدو خطر زيات کړى دى.
خو د جوزجان والي لطف الله عزيزي وايي چې سيمه ييزه اداره او د مرستندوى بنسټونه د رامنځته شويو زيانونو لازمې څيړنې او دغه راز د دغو کسانو اړتياوې تر څيړنې لاندې نيولي او ډير ژربه له دوى سره مرستې پيل شي .
د جوزجان ولايت يو شمېر مدني فعالين له دولت څخه غوښتنه کوي چې د درزاب له مصيبت ځپلو سره دې لازمې مرستې وکړې له دې پرته په دې ولسوالۍ کې د انساني ناتار امکان شته .
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل