په دایکنډی کې یوې شپارلس کلنې نجلې ځان وواژه
دایکنډي / د غویی / ۲۸/ باختر
په دایکنډي کې پرون یوې شپارلس کلنې نجلې د سمي موادو په خوړلو سره ځان وواژه.
د دایکنډي د امنیې قوماندانۍ د جنایی عمومي مدیر محمد مجاهد باختر اژانس ته وویل چې دغې نجلې له خپلې کورنۍ سره له لفظي شخړې وروسته د سمي موادو په خوړلو سره ځان وواژه .
مجاهد وویل: پولیسو د دغې پېښې د روښانولو په اړوند خپلې څېړنې پیل کړې دى .
پای/ سعیده