خبرونهاقتصادټولنه

په دایکنډي کې تېر کال نږدې ۶۷ زره پېژندپاڼې وېشل شوې دي

کابل، د غبرګولي ۲۰مه، باختر

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې تېر کال په دایکنډي ولايت کې د ۴۳ زره او ۷۳۱برېښنايي او ۲۳ زره او ۲۲۸ کاغذي پېژندپاڼو د وېشلو خبر ورکړی دی.

دغې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د مرکز په ګډون د دې ولایت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې ۳ زره او ۲۸ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او ۶ زرو او ۹۱۶ نورو کسانو ته د ژوند پېښو (۶زره او ۱۴۶ زېږون کارتونه او ۷۷۰ د مړینې پارچې) اړوند خدمتونه وړاندې شوي دي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې اوسمهال په دغه ولایت کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش څانګه فعاله ده چې ښځینه او نارینه غوښتوونکو ته د نویو برېښنايي پېژندپاڼو پر وېش سربېره تر وېش وروسته (د مثنی پېژندپاڼو وېش، د زېږونونو او ودونو ثبت) خدمتونه هم وړاندې کوي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ترڅو هېوادوال وکولی شي په آسانۍ پېژندپاڼې ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته