اقتصاد

په دایکنډي د برېښنا یو بند پرانیستل شو

کابل / د وري ۱۹مه / باختر
د دایکنډي د سوختک برېښنا بند پرون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دغه بند د ۷۰۰ کلیوواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د سوختک بند د دایکنډي په مرکز کې د ۴،۹ میلیونو ډالرو په لګښت جوړ شوی دی چې د برېښنا د ۷۰۰ کلیوواټه انرژۍ د تولید ظرفیت لري.
د برېښنا دغه بند د نیلي ښار او شاوخوا سمیو ته یې برېښنا ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې په ننګرهار کې هم د برېښنا یو بند جوړ شوی دی چې ۴۰ زره کورنۍ تر پوښښ لاندې نیسي.
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته