کابل باختر دوږي اوومه : ددايکنډي په ولايت کې نن کابو دوه زره کيلوګرامه چاوديدونکي توکي کشف شول ددايکنډي ولايت دميرامور ولسوالۍ امنيه قوماندان اسحق علي پيکار باختراژانس ته وويل چې امنيتي منسوبانو يو زرو نهه سوه پنځه کيلوګرامه المونيم نايتريت ډوله چاوديدونکي توکي او يوه اندازه چاشني اوسيم ديوه موټر په واسطه له غزني څخه دايکنډي ته ليږدول کيدل ددغه ولايت په ميرامور ولسوالۍ کې کشف اوضبط کړل ده زياته کړه چې دغه چاوديدونکي توکي په نهه ديرشو پنځوس کيلويي انډيو کې ځاى پرځاى کړى شوي و او په دې اړوند يوتن نيول شوى دى . ختم_ عطاالله _ اکرم
2 د یوې دقیقې څخه لږ