په دايکنډي کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو زياتوالى
نيلي باختر دوري دمياشتې ١٥ نيټه :
په دايکنډي ولايت کې مسوول مقامات وايي چې په نشه يي توکو د روږدو کسانو په شمېر او په دغه ولايت کې دکوکنارو په کرکيله کې د يادونې وړ زياتوالى راغلى دى.
د باخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛ په دايکنډ ي ولايت کې سيمه ييزو مسوولانو ويلي دي چې په دغه ولايت کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر څلويـښتوزرو تنو ته رسيږي چې دغه شمېر ټکان ورکوونکى دى او دوى دغه راز د هلمند او روزګان د ولايتونوپه ګډون د دغه ولايت په سرحدي سيمو کې د نشه يي توکو دکرکيلې دزياتوالي خبر ورکوي.
د دايکنډي والي محمود بليغ په دغه ولايت کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د زياتوالي له امله انديښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې په دغه ولايت کې څه د پاسه څلويښت زره تنه چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي په نشه يي توکو روږدي دي.
د دايکنډي والي وايي د ميرامور ولسوالۍ زياتره اوسيدونکي په نشه يي توکو ر وږدي دي اوپه دغې ولسوالۍ کې داسې کورنۍ هم شته چې ټول غړي يې په نشه يي توکو روږدي دي .
له بلې خوا د دايکنډي ولايت له نشه يي توکو سره د مبارزې رئيس امين اخلاقي وايي چې په دغه ولايت کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو زياتوالى له انديښو ډک دى او دا يو ملي ننګونه ده.
هغه وويل چې جګپوړي دولتي مقامات دې په دې اړوند جدي اقدامات ترلاس لاندې ونيسي .
ده دغه راز وويل چې په دغه ولايت کې په روان کال کې د تېرکال په پرتله د نشه يي توکو له توليدونکو بوټو کرکيله زياته شوې ده.
ده وويل ؛ له ناامنو سيموسره د دايکنډي ګاونډيتوب ، د دغه ولايت په پولو کې د وسله والو طالبانو او د غير مسوولو وسله والو کسانو شتون ، وزګارتيا او بيوزلي ، نشه يي توکو ته د دايکنډي د خلکو دمخې کولو يو مهم دليل دى.
پاى ف ذ