امنیت

په دايکنډي کې يو پوليس د طالبانو په بريدکې شهيد شو

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٤
په دايکنډي ولايت کې تېره شپه په يوې امنيتي پوستې د وسله والو طالبانو دبريد له امله يو پوليس شهيد او يو نن بل ټپي شو .
د دايکنډي ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو آمر درمحمد حسني د باختر آژانس خبريال ته وويل: وسله والوطالبانو د ګچران ولسوالۍ د صوف او کاريز په امنيتي پوستو راکټي بريدونه وکړل چې له امله يې يوملي پوليس شهيد او يوبل ټپي شو.
خبرځاى زياته کړه: ټپي پوليس د ګجران روغتون ته ليږدول شوى او روغتيايي حالت يې مخ په ښه والي بلل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته