ټولنه

په دايکنډي کې يوې ښځې يو سړى وواژه

کابل / د چنګاښ٢٠ مه / باختر
د دايکنډي په شهرستان ولسوالۍ کې تېره شپه يوې ښځې يو سړى وواژه.
د شهرستان ولسوال ضامن پويا د باختر آژانس له سيمه ييز خبريال سره په ټليفوني خبرو کې وويل چې دغې ښځې د چره يي ټوپک په ډزو سره دغه سړى د دايکنډي ولايت د شهرستان ولسوالۍ په فيض آباد کلي کې وواژه.
هغه زياته کړه چې پېښه د شپې په ١١ بجو رامنځته شوه او لومړنۍ څېړنې ښيي چې  دغه سړي د دغې ښځې کور ته د ننوتلو په دليل چې ميړه يې شتون نه درلود؛ وژل شوى دى.
د شهرستان ولسوال وويل چې پوليسو د زياتو څېړنو لپاره قاتله نيولې ده.
ختم – ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته