-کابل/ د لړم ۳۰ مه/ باختر
په دايکنډي کې پرون د درېيو ښوونځيو ودانۍ پرانيستل شوې.
د دايکنډي د کليو د بيارغاونې او پرمختيا رييس انجنير محمدعيسى باتور باختر آژانس ته وويل چې په اشترلي ولسوالۍ کې د لورلور بز او اوشه ليج منځيو ښوونځيو او د تګاب لرګر د نجونو ليسې ودانۍ د څه دپاسه ٤٧ ميليونو افغانيو په لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړې شوې دي.
باتور وويل چې دغه ښوونځي ١٦ درسي خونې لري چې په کې ١٨٠٠ زده کوونکي په زده کړه بوخت دي.
د دايکنډي د پوهنې رييس رحمت الله سيرت وويل چې له دې مخکې د دغو ښوونځيو زده کوونکو تر خيمو لانې په پرانيستې فضا کې زده کړه کوله.
ختم- شکريه-اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ