ټولنه

په دايکنډي کې د اورلګيدنې له امله درې تنه ټپيان شول

کابل باختردچنګاښ دمياشتې٢٠نيټه :
په دايکنډي ولايت کې پرون مازيګر د اورلګيدنې له امله درې تنه ټپيان شول.
د دايکنډي ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي غفوري باختر آژانس ته وويل چې دغه اور د نيلي ښار په نوي ښارګوټي کې د ګازو د خپريدو له امله ولګيد چې له امله يې درې تنه هټيوال ټپيان او درې دوکانونه ، يو تونس موټر او درې موټر سايکلونه وسوځيدل.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته