ټولنه

په دايکنډي کې ديوه اووه کلن ماشوم له خوا ديوه واترپمپ جوړول .

کابل باختر دچنګاښ شپږمه :
په دايکنډي ولايت کې يوه اووه کلن ماشوم واترپمپ  جوړ کړى دى .
  اووه کلن ماشوم شمس الله چې ديوه تايپ  له موتور ،  يوې اندازې پلاستيکو  او فلز څخه په استفادې سره  واترپمپ   جوړ کړى دى .
  دغه اووه کلن  ماشوم نن دغه واترپمپ  ددايکنډي دخلکو او ددغه ولايت دسيمه ئيزو  مقاماتو په وړاندې  نندارې ته وړاندې کړ .
دغه ماشوم تراوسه پورې په ښوونځي کې نه دى شامل شوى او په دغه نوښت يې  لاس پورې کړى دى .
ددايکنډي والي ددغه اووه کلن ماشوم دغه نوښت وستايه او له اړونده مقاماتو څخه يې وغوښتل چې ده ته  دزده کړې  دزمينې  په   برابرولو کې هراړخيزه  مرسته  وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته