ټولنه

په دانګام کې بيځايه شوي کسان له حکومت څخه د خوراکي توکو د مرستې پرځاى امنيت غواړي

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٨ :
دکونړ ولايت د دانګام ولسوالۍ بيځايه شوې کورنۍ وايي چې حکومت دې له دوى سره د مرستې پرځاى زموږ سيمې د مخالفينوله شتون څخه پاکې کړي.
تيره مياشت  په سلګونو تنو وسله والو کسانو د دانګام ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو بريدونه وکړل چې لاتراوسه پورې هم په دغې ولسوالۍ کې جګړه روانه ده .
ددغه بريد له امله په سلګونو کورنۍ له دغې ولسوالۍ څخه بيځايه شوې او دکونړ و لايت په مرکز او په نورو سيموکې ځاى پرځاى شوې دي.
د کونړ ولايت د دانګام ولسوالۍ د پاڅون کوونکو مشرحاجي مزمل د باختر آژانس خبريال ته وويل چې وسله والوکسانو د سيمې د خلکو په لسګونو کورونو ته اور اچولى دى چې دسرزيان هم پکې اوښتى دى او يوشميرکورنۍ له خپلو سيمو څخه بيځايه شوې دي  .
حاجي مزمل زياته کړه: له دولت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې د خوراکي توکو دمرستې پر ځاى دې زموږ سيمې د وسله والو کسانوله شتون څخه پاکې کړي.
ددغو بيځايه شويو کسانو يوه مشر شير ولي وويل چې د خپل هېواد لپاره يې قرباني ورکړې ده او په همدې مقصد يې خپلې کورنۍ او شته  له لاسه ورکړي دي اوس له دولت څخه غواړي چې د دوى سيمې د ډاراچوونکو له شتون څخه پاکې کړي  .
د کونړ ولايت سرپرست شجاع الملک جلاله هم وويل چې په زرګونو کورنۍددانګام ولسوالۍ څخه بيځايه شوې دي او له هغوى سره د مرستې په مقصد د سروې لپاره خاص کميسيون جوړ شوى دى .
ده زياته کړه: په دانګام ولسوالۍ کې نوي پوځي عمليات پيل شوي دي چې د دغې ولسوالۍ اړوندې سيمې د وسله والو کسانوله شتون څخه پاکې کړي او بيځايه شوې کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته ستنې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته