امنیت

په دانګام ولسوالۍ کې حالت عادي شوى دى

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٦
د هيواد په ختيځ کې د کونړ ولايت امنيتي مقامات وايي چې د دانګام ولسوالۍ امنيتي حالت چې څه موده مخکې د وسله والو طالبانو د پراخو بريدونو ډګر و، عادى شوى دى .
دکونړ ولايت امنيه قوماندان عبدالحبيب سيدخيل د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دانګام ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو عمليات څلور ورځې مخکې پاى ته رسيدلي دي .
ده وويل: اوس ښار او بازار پرانستي دي او خلک په عادي ډول تګ راتګ کوي.
دکونړ ولايت امنيه قوماندان وويل: خو اوس هم طالبان په هغو کليوکې د تګ راتګ ستونزې لري او په دانګام ولسوالۍ کې په بد امنى لاس پورې کوي او خلکو ته ګواښونه کوي .
په سلګونو تنو طالبانو څه موده مخکې د کونړ ولايت د دانګام ولسوالۍ په ځينو کليو بريدونه وکړل چې له دغو طالبانو سره د امنيتي ځواکونو جګړو څو ورځې دوام وکړ.
د دانګام ولسوالۍ خلکو هم له دغه بريد وروسته د وسله والو طالبانو پرخلاف پاڅون وکړ.
سيدخيل وايي چې د جګړو او د امنيتي ځواکونو د عملياتو په بهيرکې ١٥٧ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ١٢٧تنه نوريې ټپيان شول .
د ده د څرګندونو له مخې: په دغو جګړوکې ٢ تنه امنيتي ځواکونه شهيدان او ١٢ تنه نور يې ټپيان شوي دي.
سيدخيل وويل: له څلورو ورځو را په دې خوا د امنيتي ځواکونو عمليات پاى ته رسيدلي دي، خو د تيارسى په حالت کې دي چې د طالبانو د بيا بريدونو په صورت کې غبرګون وښيي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته