کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٣ :
د ښار او کور جوړولو وزارت د کابل په دارالامان کې ټولو وزارتونو او دولتي ادارو ته د مجتمع د جوړولو بهير پيل کړ.
د باختر آژانس دخبرله مخې :
د ښار او کور جوړولو وزارت وياندې نيلوفر لنګر د څرګندونو له مخې، دغه قرارداد چې پنځلس ميليونه ډالره لګښت لري، د هېواد د تدارکاتو قانون له مخې له واحدې مرجع څخه اجرا شوى دى. ځکه دغه شرکت نړيوال اعتبار لري او څه ناڅه ديرش کلونه په بېلابېلو هېوادونو او په تېره بيا په اسلامي هېوادونوکې د اداري ودانيو په جوړولوکې تجربه لري .
د ښار او کور جوړولو وزارت وياندې زياته کړه: دغه وزارت تر اوسه پورې په دارالامان کې د څوارلسو دولتي مرکزونو د طراحي لپاره پنځه سوه زره مربع متره سپينه ځمکه چمتو کړې ده او د خطيب او علمي له نړيوال لبنايي شرکت سره د دوه کلن قرارداد په لاسليک کولو سره د بنسټيزو ماسترپلان او د ساحې د ډيزاين د طرحې کار له پخوا څخه برابرکړى دى .
د دې د څرګندونوله مخې: په دارالامان ساحه کې وزارتونو او دولتي ادارو ته د ستر اداري کمپلکس د جوړولوطرحه دغازي شاه امان الله خان له طرحو څخه وه چې د معينو دليلونو له امله اجرا شوه، خو د ملي وحدت حکومت دغه طرحه په لومړيتوب کې ونيوله.
1 1 دقیقه لوستل