په دارالامان کې دچاودنې له امله پنځه تنه ووژل شول .
کابل باختر دغبرګولي ديارلسمه : په هغې چاودنه کې چې نن له غرمې وروسته دکابل ښار ددارالامان په ساحه کې وشوه ، پنځه تنه ووژل شول او لس تنه نور ټپيان شول . په سيمه کې عيني شاهدانو باختراژانس ته وويل چې دکابل ښار ددارالامان په واټ کې دسناتوريم په ساحه کې هغه وخت چاودنه وشوه چې داداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو دخپلواک کميسيون دکارکوونکو دسپرلۍ موټر له ساحې څخه دتيريدو په حال کې و ، په دې چاودنه کې بس موټر اور واخست او دکورنيو چارو وزارت دوياند دمرستيال دڅرګندونوله مخې ، په دې پيښه کې پنځه تنه شهيدان او لس تنه نور ټپيان شوي دي . دعامې روغتيا وزارت وياند له دغې پيښې څخه روغتونونو ته ديوه شهيد او دلسو تنو ټپيانو دلېږدونې خبرورکړ او ويې ويل چې زيات شمير ټپيان داستقلال روغتون ته چې دپيښې ساحې ته څيرمه موقعيت لري ، لېږدول شوي دي . داداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو دخپلواک کميسيون وياند تاييد کړه چې چاودنه ددغې ادارې دکارکوونکو دسپرلۍ په موټر کې شوې ده خو ويې ويل چې دغه موټر په خپله ددغې ادارې دکارکوونکو له خوا په کرايې نيول شوى و. پوليسو څرګنده کړه چې دغه پيښه دچسپکي ماين دچاودنې زيږنده ده . خو په ساحه کې عيني شاهدان وويل چې ماين په يوه بايسکل کې ځاى پرځاى کړى شوى و ، او ددغه موټر دتيريدو په وخت کې چاودنه وشوه . کابل په وروستيو ورځو کې دڅو چاودنوډګر دى چې له امله يې يوشمير کسان شهيدان او په لسګونه تنه نور ټپيان شوي دي . پرون دکابل ښار دپنځمې ناحيې په مربوطاتو کې څلور چاودنې وشوې چې له امله يې دوه تنه شهيدان او ددوو تنو خبريالانو په ګډون څو تنه نور ټپيان شول . ختم _ ف – اکرم