په خيبر پښتو نخوا ايالت کې د دوو چاودنو له ا مله د اته ديرشو تنومرګ ژوبله

 

پيښور دي دان – باختر د ثور دمياشتې ٨:

په خيبر پشتو نخوا ايالت کې نن د دوو بمونو د چاودنې له امله څه ناڅه اته تنه ووژل شول او ديرش تنه نور ټپيان شول.

باخترآژانس د پاکستان د ډان ورځپاڼې د انټرنټې پاڼې له خولې خبر راکړ او له دغو بريدونوڅخه دپيښور ښار دچهار سده په ناحيه کې د يوخپلواک کانديد نصيرخان په انتخاباتي دفتر وشو چې له امله يې څه ناڅه درې تنه ووژل شول او پنځلس تنه نورټپيان شول.

له دې مخکې يو بم د دغه ايالت د کوهاټ په هنګو سيمه کې د پاکستان د خلکو ګوند د يوکانديد سيدنور اکبر علم د انتخاباتي دفتر ته څېرمه وچاوديد چې له امله يې پنځه تنه ووژل شول اوپنځلس تنه نورټپيان شول.

په دې چاودنه کې په مرګ ژوبلې سربېره، نږدې دوکانونو، ودانيو او ليږدونکو وسايطو ته هم زيات زيان او شتى دى.

دغه بم له لرې واټن څخه کنترو ليده، خو ځينې خبرځايونه وايي چې دا يوځانمرګى بريد و.

تر اوسه پورې ددغو بريدونو مسووليت چا په غا ړه نه دى اخيستى.

دغه راز پرون دپاکستان په کراچي ښارکې ددغه هيواد د سياسي ګوندونوپه مرکزونو دجلا جلا بريدونو له امله شپږ تنه ووژل شول او څه دپاسه شل تنه نورټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته