پيښور ورلدنيوز باختر دچنګاښ دمياشتې ١١ :
د خيبر پښتونخوا ايالت په ميدان ناحيه کې د ماين د چاودنې له امله د يوه امنيتي مامور په ګډون څلور تنه ووژل شول.
د ايرنا خبري آژانس پرون د پاکستاني ورځپاڼو له خولې خبر راکړ چې دغه ماين د امنيتي ځواکونو د ګزمې د تيريدو په وخت کې وچاوديد چې له امله يې ديوه امنيتي مامور په ګډون څلور تنه ووژل شول او د ګزمې موټر ويجاړ شو.
د پاکستان اردو په دغه هېوادکې له تروريستي بريدونو وروسته چې له امله يې په سلګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته، د تېر ژمي له نيمايي څخه يې د (ردالفساد) په نامه عمليات ترسره کړل چې هدف يې د تروريستانو د خطرونو او ګواښونو له منځه وړل بلل شوي دي.
0 1 دقیقه لوستل