په خيبر پښتونخواکې دپاکستاني پوځيانواوطالبانو ترمنځ نښته .
-پيښور کابل باختر د لړم پنځلسمه :
مشکوکو طالبانو نن دبده بيرې په سيمه کې دپوليسو دپلټنې په يوې پوستې بريد وکړ چې له امله يې يو پوليس اويو مليشه طالب ووژل شول .
باختراژانس دپاکستان د دان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ. مليشه طالبانو لومړي دپوليسو په دغې پوستې لاسي بم وغورځاوه او وروسته يې په ډزو پيل وکړ چې له امله يې يو پوليس ووژل شو او دغه راز پوليسو هم ډزې وکړې چې يوطالب ووژل شو له دغې نښتې وروسته زيات ځواکونه دپيښې سيمې ته ورسيدل او دپلټنې عمليات يې پيل کړل . داپه داسې حال کې ده چې پرون دخيبر ايجنسۍ د قبايلي سيمې دتيرا په درې کې دمليشه طالبانو په پټنځايونو دپاکستاني ځواکونو دبريد له امله هم پنځه تنه طالبان ووژل شول او اته تنه نور يې ټپيان شول .