په خيبر ايجنسۍ کې دشلو تنو مليشه طالبانو وژل کيدل
پيښور ډان باختردلړم دمياشتې ٩ :
دخيبر _ پښتونخوا ايالت په خيبر ايجنسۍ کې تيره شپه دپاکستان دجټ الوتکو دبريدونوله امله شل تنه ووژل شول او دهغوى پنځه پټنځي هم دړې وړې شوي دي .باخترآژانس دپاکستان دډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ :
په دغو هوايي بريدونو کې چې داکاخيلو ، تيرا او دايجنسۍ په نورو ناحيو کې ترسره شول دياغيانو څه ناڅه پنځه پټنځي دړې وړې شوي دي .
په دغو سيمو درسنيو دنه لاسبري له امله دغه خبرونه په معمولي ډول دپوځيانو دمعلوماتوله مخې خپريږي.
په هغو هوايي بريدونوکې چې دتيرې چهارشنبې په ورځ دخيبرايجنسۍ دسپين قمر په سيمه کې ترسره شول يوويشت تنه مليشه طالبان ووژل شول او څوتنه نور ټپيان شول .