امنیت

په خوږياڼيو کې د ملي اردو د ځواکونو د عملياتو په بهير کې وسله والو طالبانو ته د سر زيان اوښتى دى .

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٧
دننګرهار ولايت د خوږياڼيو ولسوالۍ  په  مربوطاتو کې پرون دملي اردو دځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهير کې وسله والو طالبانو ته  د  سرزيان زيات اوښتى دى.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
د ملي اردو ځواکونو دننګرهار ولايت دخوږياڼيو دولسوالۍ په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات ترسره کړى چې وسله والو طالبانو ته دسرد زيات زيان اوښتى  دى او.
ددغو عملياتو په بهير کې جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبرله مخې :
د وسايطو ضد پنځه ويشت ماينونه چې نوې د وسله والو طالبانو له  خوا دهيواد په بيلابيلو سيمو کې ځاى پرځاى شوي  وو  دملي اردو ځواکونو د امنيتي ګزمې    په بهير  کې کشف او شنډ کړى شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته