خبرونهټولنهروغتیا

په خوست کې ۳.۵ ټنه تر وخت تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي وسوځول

کابل، د مرغومې ۱۲مه، باختر

د خوست ښاروالۍ مارکېټونو تنظیم عمومي مدیریت له لوري په یو خوندي ځای کې د رسنیو او ګډ هئیت په وړاندې هغه په تاریخ تېر خوراکي او غیر خورکي توکي وسوځول، چې د تېرو ۳ میاشتو په لړ کې له پلورنځیو او هټیو راټول کړل شوي وو.

د ښاروالۍ ادارې مارکېټونو تنظیم عمومي مدیریت نماینده محمد رحیم په خبره چې دوی به په ښار کې خپلو اجراتو ته دوام ور کوي، خو ورسره د ښاریانو، دوکاندارانو او سوداګرو څخه په یاده برخه کې د لازمې همکارۍ غوښتنه کوي.

ورته مهال دعامې روغتیا ریاست نماینده ډاګټر عارف بیا په تاریخ تیر خوراکي او غیر خوراکي توکي د روغتیا لپاره ضرري ګڼي او له ښاریانو غواړي، چې د توکو د اخیستلو په وخت هغه نښو ته پام وکړي، چې د توکو استعمال وخت پرې لیکل شوی وي.

تر څنګ یې عام ښاریان په ټوله کې د خوست ښاروالۍ له لوري، د بیارغونې، تنظیف، سرسبزۍ، مارکېټونو تنظیم او اړوند نورو برخو کې روان خدمات د پام وړ بولي او له خپله اړخه ښاروالۍ ادارې سره همکاري د هر ښاري مسئولیت ګڼي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته