کابل، د وږي ۲۶مه، باختر
د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ په ابوخېلو کلي کې د اوبو رسولو یوې شبکې په جوړېدو سره ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي عنایت الرحمن جلالي د یادې شبکې د ګټې اخیستنې په مراسمو کې ویلي چې په دغه شبکه کې د ۷۳۰۰ مترو په اوږدوالي د پایپ غځول، د ۹۵ نل لیکو نښلول، د ۶۲ متر مکعب په وړتیا د پاکو اوبو یوې ذخیرې ترمیم، د ۱۳ متره احاطوي دېوال جوړول شامل دي.
د یادونې وړ ده چې د یادې شبکې په جوړېدو سره د سیمې لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.