کابل، د تلې ۵ مه، باختر
د خوست ولایت په قلندر ولسوالۍ کې د اوبو رسولو یوې شبکې په جوړېدو سره ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رئیس مولوي عنایت الرحمن جلالي د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته ویلي، چې د دغه ولایت د قلندر ولسوالۍ په ستر کوټ سیمه کې د (ان آر سي) موسسې په مالي ملاتړ د ۴۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبورسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
جلالي زیاته کړې چې د یادې شبکې په جوړېدو سره د سیمې ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
د یادونې وړ ده چې د یادې شبکې په جوړېدو سره د سیمې لسګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.