په خوست کې کلونه وړاندې جوړ شوی کلینیک بېرته فعال شو

کابل، د مرغومي ١١مه، باختر
د خوست ولایت د مرکز اړوند سورواک سیمه کې کلونه وړاندې جوړ شوی کلینیک بېرته فعال شو.
د خوست د عامې روغتیا رئیس ډاکټر ګل احمد مجاهد وایي، چې د دې کلینیک په فعالېدو سره به د یادې سیمې ۱۵ زره اوسېدونکو ته، چې پخوا یې روغتیايي خدماتو ته لاسرسی نه درلود د روغتیايي خدماتو اسانتیاوې برابرې شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د اوس لپاره به دغه روغتیايي مرکز د ورځې ۸ ساعته خدمات وړاندې کوي، خو په نږدې راتلونکي کې به دا خدمات ۲۴ ساعتونو ته وغځوي.
ډاکټر مجاهد دغه راز وویل: «په خوست کې ۸ نور کلینیکونه هم شتون لري چې ودانۍ یې جوړې دي خو خدمات پکې نه وړاندې کېږي. زموږ پلان دی چې هغه هم فعال کړو ترڅو خلک ترې ګټه واخلي.»
د سورواک سیمې اوسېدونکو د دې کلینیک په فعالېدو خوښي څرګنده کړې او غوښتنه یې کړې چې ژر تر ژره دې په یاد مرکز کې ۲۴ ساعته خدمات وړاندې شي ترڅو د دوی روغتیايي اړتیاوې په هر وخت کې پوره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته