خبرونهورزش

په خوست کې کرکټ یوه اکاډمي ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کابل، د مرغومې ۷مه، باختر

د افغانستان کرکټ بورډ انجنیرۍ څانګې په خوست ولایت کې د رحمت ولي مسرور کرکټ لوبغالي اړوند سر لوڅې کرکټ اکاډمي د رغونې چارې بشپړې او نن رسماً د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په دغه پروژه کې د اکاډمۍ هوارول، د چمن کرل او ۸ ویشتنځایونه چې په کې ۴ د چپسو او ۴ خاورین ویشتنځایونه شامل دي ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ بورډ د اجرایوي رییس نصیب خان په سپارښتنه په یاد لوبغالي کې د لوبغاړو د اوسېدنې لپاره د یو معیاري مېلمستون رغنیزې چارې هم پیل شوې چې تر دې مهاله ۵۰ سلنه بشپړې شوې او پاتې نورې به یې هم په نږدې راتلونکې کې بشپړې شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته