په خوست کې هره ورځ تر ۱۵ زره کیلوګرامه غوښین چرګان بازار ته وړاندې کېږي

۳۰- کابل / د مرغومي۱۴مه / باختر
د خوست د کرنې ریاست مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د چرګانو له فارمونو څخه د ورځې له ۱۰ زرو څخه تر ۱۵ زره کیلوګرامه پورې غوښین چرګان بازار ته وړاندې کېږي.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر روښان جلالي وایي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د غوښینو چرګانو شاوخوا ۷۸۰ تولیدي فارمونه شته چې د ورځې له ۱۰ زرو څخه تر ۱۵ زره کیلوګرامه پورې غوښین چرګان بازار ته وړاندې کوي.
د خوست په مرکز پورې اړوند د چرګانو یو فارم لرونکی محمد ایوب وایي چې په دغه ولایت کې د چرګانو زیات فارمونه لري او د خرڅلاو په موخه په مناسب ډول غوښین چرګان بازار ته وړاندې کوي.
هغه زیاته کړه: پخوا به مو له پاکستان څخه غوښین چرګان په کوچنیوالي کې راوړل او وروسته به مو خرڅول، خو اوس موږ په خپله د خوست په سترو فارمونو کې دغه چاره ترسره کوو او بازار ته یې وړاندې کوو.
هغه له کرنې ریاست څخه وغوښتل چې په دې برخه کې د جدي پاملرنې ترڅنګ، فارم لرونکو ته استادان، اړین شیان او خواړه برابر کړي چې وکولای شي په کمه بیه زیات چرګان بازار ته وړاندې کړي.
خو د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر روښان جلالي وویل: په روان کال کې د خوست په علیشېرو او سپیرې ولسوالیو کې د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې په همکارۍ بېوزلو کسانو ته (۲۵۰) سل قطعه یي فارمونه جوړ شوي دي او ترڅنګ یې د چرګانو د روزنې د توکو، خوراکي توکو، پر بېوزلو مېرمنو د ۱۴۴ هګۍ اچوونکو چرګانو او د ناروغیو ضد درمل وېش، عامه پوهاوی او د همکارو پروژو له خوا د نویو فارمونو جوړول هغه چارې دي چې د کرنې ریاست او اړوندو پروژو له لارې ترسره شوې دي او هلې ځلې کوو چې د فارم لرونکو اړتیاوې پوره کړو.
د یادونې وړ ده چې په خوست کې د چرګانو تولید مخ په زیاتېدو دی او کولای شي تر ډېره بریده د ښاریانو اړتیاوې پوره کړي.
پای/ وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته