خبرونهټولنه

په خوست کې نږدې ۲۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل، د غبرګولي ۲۲مه، باختر
د خوست د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د علیشرو تریزیو ولسوالۍ په مندکې میلې کلي کې د ۴.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د یوې شبکې چارې بشپړې شوې.
په یاده شبکه کې د ۴۲۱۳ مترو په اوږدوالي پایپ غځول، د ۷۳ نل لیکو نښلول د ۷۸ متره په ژوروالي د یوې څاه کیندل، ۳۰ متره مکعب په وړتیا یوې زېرمې جوړول او د لمریزې برېښنا د ۱۵ تختو د نصب ترڅنګ د یادې سیمې د یوه ښوونځي لپاره د ۸ متره مکعب د یوې زېرمې جوړول هم شامل دي.
د دې شبکې په بشپړېدو سره به د ياد شوي کلي ۱۸۰ کورنیو ترڅنګ د هغې سيمې ښوونځي زده کوونکو، مدرسې او جومات اوسېدونکو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته