متون باخترد زمري د مياشتې ۲۴ مه
د خوست ولايت په موسي خیلو ولسوالۍ کې د سیلاوونو له امله دوه ماشومان وژل شوې او ترڅنګ یې د دغې ولسوالۍ خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي دي.
د موسي خیلو ولسوالۍ ولسوال ګلاب منګل باختر اژانس ته وویل چې د زوړ کوټ او څنډې پر سیمه دتیز باران د وریدو له امله سیلاو را ووتلو او د دغو سیمو خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه واړول.
هغه زیاتوي چې په دې سیمه کې د ۵۰۰ جریبو په شاوخوا کې ځمکه، فصلونه ،موټرونه ،څاروي،هټۍ او بڼوڼه د سیلاوونو له امله د اوبو لاندې شوي دي.
دی له خیريه بنسټونو څخه غواړي څو له زيانمنو شويو کورنيو سره لومړنۍ مرستې وکړي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ