خبرونهاقتصادټولنه

په خوست کې د ۷۴ زره ډالرو په لګښت د ۸ کارېزونو د بیارغولو چارې پیل شوې

کابل، د وږي ۱۸مه، باختر
د خوست ځایي مسوولینو په دغه ولایت کې د ۷۴ زره امریکایي ډالرو په لګښت د ۸ کاریزونو د بیارغولو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د سیندیزې حوزې رییس مولوي عبدالقیوم ثابت د باختر آژانس خبریال ته ویلي، د خوست په مرکز، باک، نادرشاه کوټ، موسی خېلو او صبریو ولسوالیو کې د «STFA» موسسې په مالي ملاتړ د ۷۴ زره ډالرو په لګښت د اتو کارېزونو د بیارغولو چارې پیل شوې، چې پنځو میاشتو کې به یې چارې پای ته ورسېږي.
د دغو کارېزونو په جوړېدو سره به سلګونه جریبه ځمکه خړوبه شي او هم به خلک له اوبو څخه د څښاک لپاره ګټه واخلي.
ورته مهال د یادو سیمو اوسېدونکو د یادو پروژو په پلي کېدو خوښي ښودلې او له دولت څخه د ورته نورو پروژو د پلي کولوغوښتنه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته